أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
چه جوړوه پوره زغری او انداز ساته په یوځای کولو د کړو کښی او عمل کوئ نیک یقیناً زه ستاسو عملونو لره لیدونکی یم -
(وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ) سرد په معنیٰ دجوړولو دزغرو دی اوکړئ په یوبل کښی ورکول دی اود (قَدِّرْ) دوه معنی دی اوله معنیٰ داچه کړئ په اندازه جوړوه نه ډیری فراخی او نه ډیری تنگی اونه ډیرغټی او نه دیری نرئ دپاره ددی چه غشی او توره ورباندی اثرنه کوی اونه په بدن باندی درنی وی اوبقاعی وئیلی دی چه په دغه زغرو کښی میخونه نه وو بعضو چه لیدلی وی نوداسی خبرئی راکړی دی اودا ددی وجی نه چه اوسپنه نرمه وه نو میخونه وهلو ته حاجت نه وؤ - دوهمه معنیٰ داده چه دا کسب دنیوی دی نو ددی دپاره ورځی او وخت اندازه کړله ټوله ورځ په دی مه لگوه بلکه ډیروخت د عمل صالح دپاره صرف کړه چه هغه مقصد اصلی دی ددی وجی نه ورپسی اوفرمائیل (وَاعْمَلُوا صَالِحًا) -