سبأ ۱۰

وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ

اویقیناً ورکړی دی مونږ داؤد علیه السلام ته زمونږدطرف نه غوره والی (وئیلی وؤمونږ) ای غرونو تسبیح وائی دده سره اوتابع کړی وؤ مونږ مارغان اونرمه کړی وه مونږ ده لره اوسپنه -

ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۲۲) پوری په دی کښی حالات د داؤد اوسلیمان علیهما السلام او حال دجناتو ذکرکوی دپاره ددفع دشبهاتوپه توحید باندی او دلیلونه نقلیه هم دی په بیان داحتیاج او عبدیت ددوی سره بیا مثال داصحاب سبا ذکرکوی دپاره دتخویف دنیوی اوبیا عداوت دشیطان ذکرکوی چه سبب دشبهاتو او نزول دعذاب دی - په دی (۱۰) کښی واقعه د داؤد علیه السلام ده او په دی کښی جواب دسوال دی چه دداؤد علیه السلام دحالاتو نه معلومیږی چه دهغه ډیرطاقت او قدرت وؤ په غرونو او مارغانو او اوسپنه باندی نومعلومه شوه چه دحاجت روائی قدرت ئی هم لرلو او شفیع قهری هم کیدی شی حاصل دجواب دادی چه غرونه او مارغان تابع کول او اوسپنه نرمول داټول کار او قدرت د اللّه تعالٰی دی د داؤد علیه السلام په هغی کښی اختیار نه وؤ دا معجزات دی اودنبی قدرت په معجزاتو کښی نه وی اوددی وجی نه په دی کارونو کښی اللّه تعالٰی ځان ته نسبت کړی دی اوبل مقصد په دی واقعه کښی ذکر دقدرت د اللّه تعالٰی دی په ذکردامور دخلاف دعادت نه نودلیل شو چه اللّه تعالٰی په دوباره ژوندی کولو قادر دی - اودارنگ دلیل نقلی دی په توحید باندی - اوجبال او طیرئی ددی وجی نه ذکرکړل چه غرونه ډیرسخت دی او مارغان دانسان نه ډیرنفرت کوؤنکی دی لیکن هرکله چه دوی د داؤد علیه السلام ملگرتیا کوله نومعلومه شوه اونی او بوټی وغیره ئی هم تابع وو - لیکن هغه انسانان چه دگټونه ئی زړونه ډیرسخت وی نوهغوی ئی مخالفت کوؤ (وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ) دغرونو نه ډیرسخت څیزاوسپنه ده نودهغی تسخیرهم ذکرکوی - هرکله چه داؤد علیه السلام دجهاد سره محبت ډیرلرلو اودارنگ دخپل لاسونو گټه ئی خوښه وه او اللّه تعالٰی ورته اوسپنه نرمه کړله بغیرد اور او بغیر د ټکولونه په پلکونو او سټکونو سره به ئی دهغی نه کړئ جوړه ولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل