أَفَلَمْ يَرَوْا إِلَى مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِنْ نَشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفًا مِنَ السَّمَاءِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِكُلِّ عَبْدٍ مُنِيبٍ
آیا نو دوی نه گوری هغه څه ته چه وړاندی ددوی دی اوروستو ددوی دی چه آسمان اوځمکه ده که چیری اوغواړو مونږ خخ به کړو دوی لره په ځمکه کښی یابه اوغورځوؤ مونږپه دوی باندی ټکړی دآسمان نه یقیناً په دی کښی ضرور عبرت دی دپاره دهربنده د حق طلبگار -
په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی هرکله چه تیرشوی آیت کښی دعذاب ذکراوشو نوپه دی آیت کښی دعذاب دقسمونو ذکرکوی - اومراد مابین ایدیهم او وما خلفهم نه ټول طرفونه دی یعنی په انسان باندی آسمان اوځمکی دهرطرف نه احاطه کړی ده (مُنِيبٍ) هغه انسان چه حق طرف ته گرځی په دلیل سره اوهیڅ ضد تعصب په کښی نه وی اوانابت شرط دی دپاره دتابعدارئ ددلیل -