سبأ ۸

أَفْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَمْ بِهِ جِنَّةٌ بَلِ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ فِي الْعَذَابِ وَالضَّلَالِ الْبَعِيدِ

آیا جوړکړی دی په اللّه تعالٰی باندی دروغ (په قصدسره) یاپه ده باندی لیونتوب دی (نودروغ وائی بی ارادی) بلکه هغه کسان چه ایمان نه لری په آخرت باندی په عذاب کښی دی اوپه گمراهئ لری کښی دی -

داهم زجر کښی داخل دی تقابل په مینځ ددواړو جملوکښی دادی چه افتراء‌ نه مراد دادی چه سره دعقل او دقصد نه ئی په اللّه تعالٰی باندی دروغ جوړ کړی دی او (أَمْ بِهِ جِنَّةٌ) مقصد دادی چه عقل په کښی نیشته نوبغیرد قصد او ارادی نه ئی دروغ وئیلی دی یعنی دروغ ئی ضرور وئیلی دی لیکن یائی قصداً جوړکړی دی یائی بی قصده (الْبَعِيدِ) داسی گمراهی چه دحق سره هیڅ مناسبت نه لری اوداسی تباهی چه منتهیٰ ئی نه ده معلومه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل