سبأ ۱۲

وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ وَمِنَ الْجِنِّ مَنْ يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَنْ يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ

اوتابع کړی وه مونږ سلیمان علیه السلام لره هوا مزل د صبائی دهغی یومیاشت وؤ او مزل مازیگری یو میاشت وؤ او بَیَولی وه مونږ هغی لره چینه د تانبی اود پیریانو نه داسی کسان وؤ چه کاربه ئی کوؤ دهغه په مخکښی په حکم درب دهغه سره اوڅوک چه به کوږ شو ددوی نه دحکم زمونږنه اوبه څکوؤ مونږ هغه ته دعذاب د اور لمبووالا -

په دی کښی دوهمه واقعه ده په جواب دشبهه کښی چه د سلیمان علیه السلام بادشاهی په هوا اوپه جناتو اومارغانو باندی دلالت کوی چه دی د لوی تصرف او قدرت مالک وؤ، حاصل دجواب دادی چه دا قدرت د اللّه تعالٰی وؤ دسلیمان علیه السلام په هغی کښی اختیار نه وؤ ددی وجی نه اللّه تعالٰی ځان ته نسبت کوی اودارنگ واقعه دلیل نقلی دی په توحید اوپه بعث بعدالموت باندی (بِإِذْنِ رَبِّهِ) په دی کښی اشاره ده چه دهغه سره (سِحر) جادو نه وؤ لکه چه یهودیان وائي بلکه د اللّه تعالٰی اذن وؤ (مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ) مراد ترینه اور دجهنم دی یامراد په دنیا کښی چه ملائک په دی جناتو باندی مقرر وو چابه چه دحکم د سلیمان علیه السلام نافرمانی اوکړله نو داورپه چابک (کروړه) باندی به ئی وهلو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل