سبأ ۵

وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِنْ رِجْزٍ أَلِيمٌ

اوهغه کسان چه کوشش کوی په آیاتونو ځمونږ کښی مقابله کوؤنکی دغه کسان دوی لره عذاب دی دسخت عذاب نه دردناک -

داتخویف اخروی دی هغه چاته چه د آیاتونو د اللّه تعالٰی سره مقابله کوی (فِي آيَاتِنَا) په باطلولود آیاتونوکښی اوپه تحریف دهغی کښی او (مُعَاجِزِينَ) قید دی د (سَعَوْا) دپاره - یعنی کوشش دهغی د ایزده کولو نه کوی بلکه مقابله کوؤنکی دی یا عاجزکوؤنکی دی اللّه تعالٰی لره د رانیولو ددوی نه په خپل گمان کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل