سبأ ۴

لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

ددی دپاره چه بدله ورکړی هغه چاته چه ایمان ئی راوړی دی او عمل کړی دی دسنت موافق دغه کسان دوی لره بخشش اورزق عزت والا دی -

په دی آیت کښی بشارت دی اوذکر دعلت دی دپاره دقیامت - په آیت کښی ایمان او عمل صالح ذکرکړی دی نوجزا کښی ئی هم (مغفرت او رزق کریم) دواړه په ترتیب سره ذکرکړل - (كَرِيمٌ) یعنی دفائدو نه ډک دی هیڅ نقصان په کښی نیشته اوپه حاصلولو کښی ستړی والی نیشته اوحساب په کښی هم نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل