وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَأْتِينَا السَّاعَةُ قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ
او وائی هغه کسان چه کفرئی کړی دی نه راځی مونږ ته قیامت ته اوایه هان قسم دی په رب ځما راځی به قیامت عالم دی اللّه تعالٰی په ټولو غیبوباندی نشی پټیدلی دهغه نه په وزن دیو ذری په آسمانانوکښی اونه په ځمکه اونیشته وړوکی ددی نه اونه لوی مگرپه کتاب ښکاره کښی دی -
روستو د ذکرد آخرت نه په (۱) کښی زجردی منکرینو دهغی ته او دهغی اثبات کوی په قسم کولو سره په خپل ذات باندی او دا دریم سورة دی چه په هغی کښی قسم دی په ذات د رب باندی په باره دقیامت کښی (عَالِمِ الْغَيْبِ) صفت د رب دی یعنی عالم دی په ارواحو او په اجسامو اود هغی په اجزاؤ اگرچه بعضی ټکړی د ذری په مقدار وی او بعضی دهغی نه غټی ټکړی وی - او بعضی د هغی نه نرئ ټکړی وی -