يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ الرَّحِيمُ الْغَفُورُ
عالم دی په هغه څه چه ورننوځی په ځمکه کښی اوپه هغه څه را اوځی دهغی نه اوپه هغه څه چه راکوزیږی د آسمان نه اوپه هغه څه چه ورخیژی آسمان ته اوهغه رحم کوؤنکی بخنه کوؤنکی دی -
دا دوهم دلیل عقلی دی اول دلیل دتصرف دی او دا دلیل علمی دی ځکه چه تصرف بغیر دعلم نه نشی کیدلی - اوپه دی دلیلونوسره اثبات دتوحید اواثبات دقیامت دواړو مقصود دی (مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ) اوبه، تخم، مالونه اومردگان وغیره مراد دی (وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا) اوبه معدنیات، بوټی اونی وغیره مراد دی - (وَمَا يَنْزِلُ مِنَ السَّمَاءِ) وحی، ملائک، اوبه وغیره مراد دی (وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا) ملائک، نیک اعمال او کلمات طیبه وغیره مراد دی -