وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ
او عقیده لری هغه کسان چه ورکړی شوی دی هغوی ته علم چه هغه کتاب نازل کړی شوی دی تاته ستادرب دطرف نه هغه حق دی اوهدایت کوی لاری د زورآور او ستائیلی شوی ذات ته -
دا دلیل نقلی دی داهل کتابونه په مقابله د مُعَاجِزِينَ، کښی یعنی دوی مُصَدِّقِیْنَ (تصدیق کوؤنکی) دی (الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ) ددی نه مراد توحید والا دی که کتابی وی او که غیرکتابی وی -