الأحزاب ۵۹

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا

ای نبی ووایه بیبیانو خپلوته او لونړوخپلوته او بیبیانو دمؤمنانوته چه را اویزان کړی دځان دپاسه دلویو پړونو خپلو نه دا ډیره نزدی ده چه دوی به اوپیژندلی شی نونه به شی تنگولی او دی اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی -

دابل خطاب دی نبی ﷺ ته - هرکله چه د اذیت دایمان والو نه منع اوکړی شوه اوس د دفعی داذیت دپاره طریقه ذکرکوی اودا مختص دی په زنانوپوری یعنی په وخت دسترکولو دزنانو کښی منافقان فاسقان به دوی ته اذیت نه شی ورکولی لکه چه په دی آیت فَلَا يُؤْذَيْنَ، کښی ئی (سبب) ذکرکړی دی - بیبیانی د نبی ﷺ په وخت دوفات دهغه کښی نهه وی - اولونړه دهغه زینب، رقیه، ام کلثوم، فاطمة رضی اللّه تعالٰی عنهن وی (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ) داحکم په هغه وخت کښی دی چه دوی دخپل حاجت او دضرورت دپاره دکورنه بهر اوځی - اود ابن عباس رضی اللّه عنهما نه قرطبی او خطیب شربینی او نورو مفسرینو روایت کړی دی چه طریقه د جلباب (پړونی) اغوستلو داده چه ټول سراو مخ اوبدن ترخپوپوری په پټ ساتی صرف یوه سترگه به ښکاره کوی اوبل روایت کښی دواړه سترگی ئی وئیلی دی - معلومه شوه چه دمخ پټول هم واجب دی او جلباب برابره خبره ده که پړونی وی یابورقه وی یا اوگد قمیص وی خوچه سراو مخ او خپی پټوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل