وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا
او هغه کسان چه خفه کوی مؤمنان سړی او مؤمنی زنانه بغیر دجرم نه چه دوی کړی وی نویقیناً پورته کړه دوی (په ځان باندی) بدنامه او گناه ښکاره -
په دی آیت کښی هم تخویف دی په تکلیف رسولو سره مؤمنانوته که سړی وی اوکه زنانه وی - اذیت داهل ایمان په اقوالو او افعالودواړوسره حرام دی - اقوال دادی کنځل کول، توهین کول، غیبت کول، بهتان تړل، په هغوی باندی، دنسب په وجه سره سپکول وغیره او افعال دادی وهل دهغوی هغوی ته سپک کتل - په مؤمنانو زنانوپسی گرځیدل اوهغوی ته کتل دهغوی بی پردی کول وغیره - قرطبی وئیلی دی چه اللّه تعالٰی اذیت د اللّه اودرسول کفرگرځولی دی اواذیت دمؤمنانو ئی گناه کبیره گرځولی دی - په دی آیت کښی لوی تخویف دی شیعگانو او روافضواو دشمنانود صحابه کرامو ته چه په اعتماد کولوسره په موضوعی اوضعیف تاریخی روایتونو سره په پیغمبراوصحابه کرامو پسی بدرد وائی -