الأحزاب ۵۷

إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُهِينًا

یقیناً هغه کسان چه خفه کوی اللّه تعالٰی او رسول دهغه لعنت کړی دی په دوی باندی اللّه تعالٰی په دنیا او آخرت کښی اوتیارکړی دی دپاره ددوی عذاب ذلیلوؤنکی -

په دی آیت کښی تخویف دی په عدم احترام د اللّه تعالٰی اود رسول سره روستو دذکرکول داحترام دهغه نه (يُؤْذُونَ) ایذاء‌ د اللّه تعالٰی نسبت کول دی هغه ته د ولد او او دشریک اود ښځی اوتوصیف دهغه په صفتونو او اسماؤ سره لکه چه یهودیانو وئیل يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ ، إِنَّ اللَّهَ فَقِيرٌ ، اودارنگ هرقسم شرک کول اود هغه دصفتونو نه انکارکول اودهغه تشبیه کول د مخلوق سره - او مخالفت کول دهغه د اوامرو او نواهی ته هم شامل دی - او رسول اللّٰه ﷺ ته ایذا ورکول په اقوالو سره داده چه هغه ته ساحر، کاهن، شاعر، مجنون وغیر وائی اودارنگ هغه صفتونه د اللّه تعالٰی سره مشابه کوی یا په هغه باندی اعتراضونه او طعنونه کوی - او ایذاء‌ په اعمالو کښی داده چه په احد کښی دهغه سرمبارک او مخ مبارک او غاښی مبارک زخمی کړی اومات کړی وؤ اوپه مکه کښی دهغه دپاسه ئی لری او کلمی دځناورو اچولی وی اودهغه نور بی عزتی ئی کړی وه اودارنگ ایذاء په عملونو کښی دهغه دسنت طریقی نه خلاف کول او دهغه په سنت باندی دبل عالم، یاشیخ، یا استاد پیر وغیره طریقی مخکښی گنړل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل