إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا
یقیناً اللّه تعالٰی او ملائک دهغه صلٰوة (درود) وائی په نبی ﷺ باندی ای ایمان والو صلٰوة وائی په هغه باندی او سلام وائی سلام پوره -
دا بل خطاب دی مؤمنانو ته په دی آیت کښی ذکرکوی عزت او شرافت او منزلت د نبی ﷺ په ملاء اعلٰی کښی اودغه عزت فرض کوی په ملاء ادنٰی باندی ددی دپاره چه هیڅ څوک دهغه دنبی دذات او دهغه دبیبیانو په باره کښی هیڅ ناکاره فکرهم په زړه کښی رانه ولی دا تائید دی دتیرشوی حکم - صلاة د اللّه تعالٰی په نبی باندی رحمت خاصه کول، عزت ورکول، دگناهونونه معصوم ساتل، اومغفرت کول اولوئ درجی ورکول دی او صلاة د ملائکو دهغه دپاره دعاگانی غوښتل دهغه اعزاز او احترام کول اومغفرت طلب کول دی، اوددی ټولو نه یو مشترک حال ته هم صلاة وئیلی کیږی چه دهغی نه تعبیرکیدی شی په (اعتنابالشان) سره یعنی عظمت شان دهغه اوشاباشی آفرین وئیل په هغه باندی (صَلُّوا عَلَيْهِ) دا صیغه دامرده په فرضیت باندی دلالت کوی اوپه فرضیت د درود کښی دری اقوال دی اول داچه په عمرکښی یوځل فرض دی دوهم داچه دمونځ په آخری قعده کښی فرض دی دریم داچه دهغه نوم سره وئیل فرض دی - اودکومو چه نقل نیشته لکه الفاظ د درودتاج درود لکهی یا الصلوٰ علیک یارسول اللّه نوددی لوستل منع دی ځکه چه بنادعباداتو اذکارو په نقل او اتباع باندی ده - دارنگ کوم احادیث چه صحیح نه دی نودهغی دالفاظو نه هم ځان ساتل ضروری دی (سَلِّمُوا تَسْلِيمًا) مراد ددی نه تحیه د اسلام ده چه السلام علیک ایها النبی ورحمة اللّه وبرکاته اودارنگ داخل دی په دی کښی تابعداری کول دهغه اودهغه ښائسته صفتونه کول -