الأحزاب ۵۵

لَا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِي آبَائِهِنَّ وَلَا أَبْنَائِهِنَّ وَلَا إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ أَخَوَاتِهِنَّ وَلَا نِسَائِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ وَاتَّقِينَ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا

نیشته په دوی (زنانؤ) باندی په باره دپلارانو ددوی اونه په ځامنوددوی اونه په رونړو ددوی اونه په رویرونو ددوی کښی او نه په خوریونو ددوی کښی اونه په زنانه مؤمنو کښی اونه په هغه چا کښی چه مالک وی ښی لاسونه ددوی اوویره دی کوی د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی حاضر ناظر دی -

هرکله چه مخکښی آیت کښی حجاب کول دزنانه فرض شول یعنی نارینه به حجاب ته دننه نه ورداخلیږی نوپه دی آیت کښی دهغی نه دبعضی کسانو استثناء‌ ذکرکوی - یعنی دا مذکوره کسان دپردی دننه په حال دخلوت کښی داخلیدلی شی -
ترونه او ماماگان ئی نه دی ذکرکړی داکثراهل علمو په نیز هغوی په دی کښی داخل دی اشارةً‌ ځکه چه بنی الاخ (رواره) محرم دی دترور دپاره نوتره هم محرم شو د رویری دپاره او بنی الاخت (خورئی) محرم دی ماسی دپاره نوماما هم محرم شو د خورزی دپاره اودبعضی په نیز تره اوماما په دی حکم کښی داخل نه دی لکه چه سخراو بنزی وغیره هم په دی کښی داخل نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل