الأحزاب ۶۰

لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا

که چیری منع نه شول منافقان او هغه کسان چه په زړونو ددوی کښی مرض دی اودروغ خبر خوروؤنکی دی په مدینه کښی نوضرور اوبه لمسوم تالره ددوی جنگ ته بیابه نه شی اوسیدلی دوی تاسره په هغی کښی مگرلږ -

په دی آیاتونو کښی زجر اوتخویف دنیوی دی دمنافقینو دپاره دتاکید دتیرشوی حکم - (سُنَّةَ اللَّهِ) یعنی چاچه انبیاؤ مخکښنو ارجاف کړی دی په هغوی باندی ئی طعنونه او اعتراضونه کړی دی نو اللّه تعالٰی هغوی مغلوب ملعون کړی دی او ددنیا عذابونه ئی ورکړی دی - په دی آیاتونو کښی ئی تخویف مؤکد کړی دی په اووه طریقوسره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل