لَا يَحِلُّ لَكَ النِّسَاءُ مِنْ بَعْدُ وَلَا أَنْ تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَاجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ رَقِيبًا
نه دی حلالی ستا دپاره زنانه روستو ددی څلورو قسمونونه او نه دی جائز چه بدلی کړی په دوی سره نوری (قسمونه) بیبیانی اگر چه خوشحاله وی تالره ښائست دهغوی سیوا د هغی نه چه مالک دی ښی لاس ستا او دی اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی نگهبان -
دا بل خطاب دی نبی ﷺ ته - ددی آیت دحکم په باره کښی اختلاف دی یو قول دادی چه دا منسوخ دی او مخکښی (۵۰) ایت ئی ناسخ دی مقصد دادی چه کوم وخت دا آیت نازلیدلو د نبی ﷺ په نکاح کښی نهه بیبیانی وی نو اوئیلی شوی چه ددی نهونه زیاتی بیبیانی تالره جائزنه دی اودارنگ ددوی په بدل کښی هم نه دی جائز نوبیا څه موده روستو (۵۰) آیت نازل شو چه تالره هرڅومره بیبیانی چه کوی نو جائزدی - دوهم قول دادی چه دا آیت منسوخ نه دی بلکه مراد د آیت دادی چه ددغه څلورقسمونو نه (کوم چه (۵۰) کښی ذکرشوی دی) علاوه نور قسمونه تاله جائز نه دی بلکه یهودیه، نصرانیه، مجوسیه، وثنیه او چه مؤمنه وی خو هجرت ئی نه وی کړی او نه اعرابیه او نه غریبه اودا قول نقل کړی دی خطیب په سراج المنیرکښی عکرمه نه او ضحاک او ابی بن کعب او ابوصالح او مجاهد (مِنْ بَعْدُ) یعنی سیوا ددغه څلور قسمونونه (وَلَا أَنْ تَبَدَّلَ بِهِنَّ) مراد دتبدیل دادی چه یوه بی بی طلاقه کړی اودهغی په بدله کښی دبلی سره نکاح اوکړی - اودارنگ دعرب جاهلیت طریقه داوه چه دیوبل سره به ئی بیبیانی بدلولی -