الأحزاب ۵۳

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنْكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمًا

ای ایمان والو مه ننوځئ کورونو د نبی ﷺ ته مگرهغه وخت چه اجازت اوکړی شی تاسوته دپاره دخوراک نه به ئی انتظار کوؤنکی دپخیدلو دخوراک لیکن چه او بللی شئ‌ نو ورننوځئ نو کله چه خوراک اوکړئ نو خواره شئ (اونه به ایساریگئ) مینه کوؤنکی دخبرکولو یقیناً دا کاردی چه خفه کوی نبی ﷺ لره نوحیا کوی ستاسونه او اللّه تعالٰی حیا نه کوی دبیان دحق نه اولکه چه غواړئ ددوی نه سامان نوغواړئ ترینه شاته دپردی نه دا طریقه ښه پاک ساتونکی ده زړونو ستاسو او زړونو ددوی لره اونه دی جائز تاسولره چه خفه کړئ رسول اللّه لره اونه به نکاح کوئ دهغه د بیبیانو سره روستو دمرگ دهغه نه هیچ چیری یقیناً دا په نیز د اللّه تعالٰی لوی ناکاره کار دی -

دا خطاب دی مؤمنانوته - په دی آیت کښی آته نواهی او اوامر ذکردی اودا اداب دطعام ددعوت ولیمی او د ضیافت دی د نبی ﷺ په کورونو کښی اوعموماً دنورو مسلمانانو په کورونو کښی هم او دارنگ مسئله دحجاب (پردی) ده - اوپه اول کښی مقصد دادی چه نبی ﷺ ددعوت اوتبلیغ په کارکښی مشغول دی نوبی فائدی مجلسونو سره دهغه اوقات مه ضائع کوئ اودارنگ په بی پردگئ کښی هرڅوک کورته داخلیږی نوپه دی سره هم دانسان زړه ته خفگان رسیږی اوددین ددعوت په کارکښی لوی حرج پیدا کیږی (غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ) دا په طریقه دنهی سره دی یعنی دومره وختی (دوخت نه مخکښی) مه داخلیږئ چه طعام پوخ شوی نه وی اوتاسو دهغی په انتظار کښی ناست ئی اوپه دی کوروالو ته هم تکلیف دی اودا مخکښی تلل دمدعو انسان په حرص دخوراک باندی دلیل دی - إِنَاهُ، انا مصدر دی په معنیٰ دپخیدلوسره دی (وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي) استحیاء صفت د اللّه تعالٰی دی دهغه شان سره مناسب بغیر دتشبیه او تاویل نه - دا صفت کله ثبوتی راځی لکه حدیث کښی وارد دی چه (ان اللّه حیي کریم) اوکله سلبی خصوصی راځی لکه چه په دی جمله کښی (وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا) یعنی که دبیبیانو د رسول اللّٰه ﷺ یا دنورو زنانونه څه ضروری تپوس کوئ یا څه ضروری څیزترینه غواړئ نو ددیوال او ددروازی دشاته نه غواړئ او ددی نه معلومه شوه چه په کورباندی دروازه یا پرده لگول ضروری دی او واجب دی - اوآیت په باره دنزول دحجاب کښی دی تفسیر قرطبی کښی وئیلی دی چه لفظ دمتاعاً عام دی دنیوی او دینی ټولو ضروریاتو ته شامل دی نومعلومه شوه چه دضرورت دوجی نه دپردو زنانوسره خبری کول جائزدی - (وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ) یعنی زنانه چه د نبی ﷺ په نکاح کښی وی دهغه تروفات پوری اودهغه د وفات نه روستو هم دهغوی سره نکاح کول حرام دی - اوددی یووجه داده چه دوی امهات المؤمنین دی اودوهمه وجه داده چه دابه بیبیانی وی د نبی ﷺ په جنت کښی، دریمه وجه داده چه زوجه خو آخری خاوند سره وی په جنت کښی اوڅلورمه وجه د نبی ﷺ احترام اوشرافت دی - نومعلومه شوه چه د نبی ﷺ په وفات سره نکاح دهغه نه دی منقطع شوی لیکن ددی نه دلیل نیول دهغه په حیات باندی (چه هغی حیات دنیویه باطل پرست خلق وائي) دا جهل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل