تُرْجِي مَنْ تَشَاءُ مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَنْ تَشَاءُ وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا
(د نمبرنه) روستو کولی شی ته هغه بی بی چه غواړی ته ددوی نه اویوځای کولی شی دځان سره هغه چه غواړی اوهغه بی بی چه طلب کوی ته (یوځای کیدل) دهغی دهغه قسم نه چه جدا کړی وی تا (دنمبرنه) نونیشته گناه په تاباندی دا ښه نزدی ده چه یخیږی به سترگی ددوی اونه به خفه کیږی او رضا به وی په هغه څه چه ته ورکوی دوی ته دا ټولی او اللّه تعالٰی عالم دی په هغه څه چه په زړونو ستاسو کښی دی اودی اللّه تعالٰی پوهه او صبروالا -
داد مخکښی خطاب سره متعلق دی یعنی هغه آیت کښی فراخی په باره دنکاح کښی د نبی ﷺ دپاره ذکرکړی شوه اوس په دی آیت کښی فراخی په باره قَسم د بیبیانو دهغه کښی ذکرکوی دپاره ددی چه په نبی ﷺ باندی حرج نه وی - قسم د ازواجو په عام مؤمنانو باندی واجب دی یعنی که دیو سړی دیو نه ډیری بیبیانی وی نوپه حقوق ادا کولو کښی به عدل کوی اوپه شپه تیرولو کښی به هم مساوی حصه هریوی لره ورکوی هان نزدیکت حسب خواهش دی په هغی کښی مساوات امکان نه لری لکه چه دزړه بی اختیاره محبت کښی برابری دانسان دوس نه بهرده - په نبی ﷺ باندی قسم (ددی آیت په تقاضا) واجب نه وو لیکن سره ددی نه به هغه اهتمام دقسم کوؤ (وَمَنِ ابْتَغَيْتَ) مراد دادی که یوه بی بی تا دنمبرویستلی وی اوبیائی په نمبرکښی داخلول غواړی نوهم ستااختیاردی - لکه سوده رضی اللّه عنها خپل نمبر عائشه رضی اللّه عنها ته بخلی وؤ اود نمبرنه وتلی وه (ذَلِكَ أَدْنَى) په دی کښی فائدی بیانوی چه هرکله په تاباندی قسم واجب نه دی اوسره ددی نه دهغوی حقوق برابر اداکوی نوپه دی کښی دری فائدی دی -
اوله فائده: دا چه أَنْ تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ، یعنی هرکله چه ته په خپله رضا دهغوی حق ادا کوی نوهغوی به خوشحاله شی -
دوهمه فائده: وَلَا يَحْزَنَّ، یعنی که څه وخت جدا شی نو خفگان به نه ورځی -
دریمه فائده: وَيَرْضَيْنَ، یعنی که ته لږ حق ادا کوی نوهم به رضا وی یعنی وائی به چه ځما خوپه ده باندی څه زوریا وجوب نیشته (وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ) په دی کښی اشاره ده دزړه بی اختیارمحبت ته چه د یوی بی بی سره زیات وی اوبلی سره کم وی لیکن په حقوقو کښی فرق نه کوی -