الأحزاب ۵۰

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُؤْمِنَةً إِنْ وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَنْ يَسْتَنْكِحَهَا خَالِصَةً لَكَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا

ای نبی یقیناً حلالی کړی دی مونږ تالره بیبیانی ستا هغه چه ورکړی دی تامهرونه دهغوی اوهغه وینځی چه مالک ئی دی ښی لاس ستا دهغه زنانؤ نه چه مهربانی کړی ده اللّه تعالٰی په تاباندی (دمال دکافرانونه) اولونړه دتره ستا او لونړه د تروریانو ستا او لونړه د ماما ستا او لونړه د ماسی گانو ستا هغه چه هجرت ئی کړی وی تاسره اوزنانه مؤمنه که چیری اوبښی خپل ځان نبی ﷺ ته که چیری غواړی نبی چه په نکاح سره واخلی هغی لره (دا) صرف تالره ده نیشته نورو مؤمنانولره یقیناً‌ پوهه یو مونږه په هغه څیزچه فرض کړی دی مونږپه دوی باندی په باره دبیبیانو ددوی کښی اودهغه وینځو کښی چه مالک دی ښی لاسونه ددوی دپاره ددی چه نه وی په تا باندی تنگسیا اودی اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی -

دا خطاب دی نبی ﷺ ته په وسعت دمنکوحاتو اود وینځوسره دپاره ددی چه دین رَسَوَلو کښی هغه ته اسانتیا راشی په دی آیت کښی څلورقسمه ذکرکړی دی اول قسم هغه زنانه چه نبی ﷺ هغی سره په عوض دمهرسره نکاح کوی یائی کړی دی دوهم قسم هغه چه په مال غنیمت کښی حاصله شوی وی اوبیائی ازاده کړی وی اونکاح ئی ورسره کړی وی یا بغیر د آزادولو اود نکاح کولونه په طور دوینځی دهغی نه فائده اخلی لکه صفیه، جویریه، ریحانه رضی اللّه عنهن - دریم قسم دپلار دطرف نه خپلوانی یعنی تره یا دترورلونړه اودمورطرف نه خپلوانی یعنی دماما یا دماسی لونړه، داول مراد قریشیه دی اوددوهم نه مراد بنوزهره قبیلی دی اوهجرت ئی ددی وجی نه شرط کړی دی - چه دبغیردهجرت ایمان نه ناقص وی اوپیغمبردپاره کمال والا په کار ده - څلورم هغه زنانه چه خپل ځان نبی ﷺ ته اوبخی بغیردمهرنه اوبغیردولی نه (خَالِصَةً لَكَ) یعنی حلال کیدل دبی شماره بیبیانو په دی څلورو قسمونوکښی خاص دی په نبی ﷺ پوری (مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ) یعنی نورو مؤمنانولره زیات دڅلورونه بیبیانی نه دی جائز اودارنگ بغیر دمهراود ولی نه نکاح دیو ښځی سره دوی له نه دی جائز (فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ) په باره د ازواجو کښی په مؤمنانوباندی مهراوگواهان د نکاح او ولی دنکاح فرض دی اوپه باره دوینځو کښی نفقه شرط ده (لِكَيْلَا يَكُونَ) دا حکمت دی دکثرت دزوجاتو د نبی ﷺ یعنی دبیبیانو ډیروالی سره د ډیروخاندانونو سره مصاهرت (سخرگنی) پیدا شی نود دین تبلیغ آسان شی بله داچه به عامو زنانوته ددین پوهه ورکوی خاص طورسره په هغه مسئلو کښی چه دنارینه نه پردئ زنانه دهغی تپوس نشی کولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل