الأحزاب ۴۹

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا

ای ایمان والو هرکله چه نکاح اوکړئ دمؤمنانو زنانوسره بیاطلاق ورکړئ تاسو هغوی لره مخکښی دیوځای کیدلونه دهغوی سره نونیشته تاسولره په هغوی باندی هیڅ عدت چه شمارئی تاسوهغی لره نوسامان ورکړی هغوی لره او رخصت کړئ هغوی لره په رخصتئ ښائسته سره -

دا خطاب دی مؤمنانوته - ربط دادی چه دکافرانو او منافقانو په شان مه کیږئ په اذیت ورکولو کښی بلکه هغه بیبیانی چه تاسو ترینه هیڅ فائده نه دی حاصل کړی چه په هغوی باندی ستا هیڅ حق هم نه دی پاتی شوی لیکن دهغوی سره به احسان کوئ او اذیت به نه ورکوئ نومعلومه شوه چه دچانه تاسو فائده دینی حاصلوئ هغه ته به په هیڅ طریقه اذیت او تکلیف نه ورکوئ ددی وجی نه دلته حال دغیرمدخول بها ذکرکړو ځکه چه هغه ادنیٰ درجه ده نومعلومه شوه چه د مدخول بهاسره په طریق اولیٰ سره احسان کوئ (فَمَتِّعُوهُنَّ) دا شامل دی نصف مهرته که چیری مخکښی دطلاق نه مهرمقرر کړی وی اوکه نه وی مقرر نوصرف جوړه جامه، لوپټه، پیزار اوپړونی وغیره مراد دی او سراح جمیل دادی که څه ئی ورکړی وی نود حُسن اخلاق تقاضا داده چه هغه ترینه واپس نه غواړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل