وَمَنْ يَقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا
اوچاچه تابعداری کوله ستاسونه د اللّه تعالٰی او درسول دهغه او عمل ئی کوؤ دسنت موافق نو ورکوو مونږ هغی ته ثواب دهغی دوچند او تیارکړی دی مونږ هغی لره روزی عزت والا -
دزیادت دعذاب نه روستو زیادت دثواب دهغوی ذکرکوی لیکن په اعتبار دعمل صالح سره نه په نسب سره اودابشارت دی (رِزْقًا كَرِيمًا) مراد ددی نه رزق د جنت دی په نیزد اکثرو مفسرینو ځکه چه مراد د کریم نه بی کړاوه اوفائدی والا چه هیڅ ضرر او نقصان په کښی نه وی اوداسی رزق په جنت کښی به وی - او بقاعی او خطیب شربینی رزق ددنیا او آخرت دواړه مراد کړی دی او مراد دکریم نه برکت والا دی، او یرزقه من حیث لاتحسب، په طریقه باندی دی -