الأحزاب ۳۲

يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا

ای بیبیانو د نبی ﷺ نه ئی تاسو په شان دهیچا دنورو زنانونه که چیری تاسو تقویٰ لرئ‌ نوجوئیل دخبری مه کوئ نوطمع به اوکړی هغه څوک په زړه دهغی کښی مرض دی اووائی وینا دشرع دموافق -

دا دوهم خطاب دی بیبیانوته اوپه دی کښی بیان دادب دوینا کولو او دخبروکولو دی (كَأَحَدٍ) لفظ د احد ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه دا لفظ‌ شامل دی یو ، دوه او جماعت ته او مذکراو مؤنث ته یعنی نه ئی تاسو په شان دهیڅ یوزنانه او نه دجماعت دزنانو په شان په مرتبه او عزت کښی - لیکن شرط دفضیلت نسبت نه دی بلکه تقویٰ ده ددی وجی نه ئی إِنِ اتَّقَيْتُنَّ ذکرکړو اومراد تقویٰ نه په دی تیرشوی دوه آیاتونوباندی عمل کول دی (فَلَا تَخْضَعْنَ) دا تفریع ده دلوی شان ددوی چه مخکښی بیان کړی شو یعنی په ویناکښی نازونزاکت خوږوالی مه پیداکوئ په داسی طریقه چه دهغی نه مخاطب (فاسق) سړی په زړه کښی بداثرپیدا شی (مَرَضٌ) مراد ددی نه فسق وفجور اومیلان دسړی دښځو سره خبری کول اوشوق او مجالست دهغوی (قَوْلًا مَعْرُوفًا) په دی کښی اشاره ده چه دمخکښی نهی مطلب دانه دی چه بداخلاقی او کنځل اوکړی بلکه داسی ویناکوئ چه په هغی سره مقصد دینی یا دنیوی معلوم شی اونوربد آثار ترینه پیدا نشی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل