الأحزاب ۳۰

يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَنْ يَأْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا

ای بیبیانو د نبی ﷺ چاچه راتلل اوکړه ستاسونه په بدئ ښکاره سره دوچند به ورکیدی شی هغی ته عذاب دوچند اودی دا کارپه اللّه تعالٰی باندی آسان -

دا خطاب دی بیبیانو د نبی ﷺ ته (اوپنځم خطاب دی امت ته) هرکله چه دوی اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ او جنت لره غوره کړو نواوس دوی ته هغه امورذکرکوی چه په هغی باندی دعمل کولو په سبب سره رضا د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ اوجنت حاصلیږی (مُبَيِّنَةٍ) یعنی دهغی ناکاره والی شرعاً او عقلاً دواړه ښکاره وی هیڅ احتمال دجواز په کښی نه وی (ضِعْفَيْنِ) لفظ دضعف هم دلالت کوی په دوچند کیدلوباندی لیکن تثنیه د تکرار د تاکید دپاره ده اشاره ده چه د چا مرتبه اوچته وی نودهغه جرم هم اوچت شمیرل کیږی اوعتاب او عذاب ئی هم زیات وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل