وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا
اوکه چیری تاسو غواړئ اللّه تعالٰی لره او رسول دهغه لره او کورروستنی نویقیناً اللّه تعالٰی تیارکړی دی ښائسته عمل کوؤنکولره چه تاسو ئی ثواب لوی -
دا دتخییردوهم طرف دی تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ، مراد ددی نه رضا او طاعت کول ددی دواړو دی - (وَالدَّارَ الْآخِرَةَ) مرا ددی نه جنت دی چه په طاعت د اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ سره حاصلیږی (مِنْكُنَّ) من بیانیه دی مراد ترینه ټولی بیبیانی دپیغمبردی لیکن ددوی دتخویف دپاره ئی مِن ذکرکړی دی اوهرکله چه داحکم دامت نورو بیبیانو ته هم شامل دی اود نبی ﷺ بیبیانی دهغوی نه بعضی دی نوددی وجی نه ئی هم مِن ذکرکړی دی -