الأحزاب ۲۸

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا

ای نبی اوایه خپلو بیبیانو ته که چیری تاسو غواړئ‌ ژوند دنیوی او ښائست دهغی نوراشئ چه سامان درکړم اورخصت درکړم تاسولره په رخصتئ ښائسته سره -

ددی آیت نه تر (۴۱) پوری دریم باب دی په دی کښی دری خطابات نبی ﷺ ته ذکرکوی (۳۸،۳۷،۲۸) اوڅلور خطابات عامو مؤمنانوته (۴۰،۳۶) کښی او ذکردبشارت دی په ذکردلس صفتونو سره په (۳۵) کښی - په دی (۲۸) کښی نهم خطاب دی نبی ﷺ ته - اومراد ددی نه دادی که بیبیانی د دعوت ددین په کارکښی مانع جوړیږی نودهغوی پریخودل ضروری دی لیکن دعوت دحق به نه پریخودلی کیږی - اودی ته آیت د تخییر وئیلی کیږی یعنی ښځی ته اختیار ورکول چه دخاوند نه جدائی غواړی اوکه نه غواړی ستا اختیاردی نوپه دی کښی قول صحیح دادی چه په دی سره هیڅ طلاق نه واقع کیږی هان که په جواب کښی اوائی چه ما ځان غوره کړی یعنی جدائی می خوښه ده نوپه دی کښی اختلاف دی دسلف صالحینو چه څه رنگ طلاق واقع کیږی - اوددی آیت دنزول سبب داوو چه چه هرکله نبی ﷺ دزینب رضی اللّه عنها سره نکاح اوکړه دپاره ددی چه رسم جاهلیت ختم شی په باره د تحریم د ښځی دمتبنیٰ کښی نونوری بیبیانی د غیرت دبنتوب دوجی نه (چه دا طبعی امردی) نبی ﷺ ته راجمع شوی اود ډیری نفقی مطالبه ئی شروع کړله نو نبی ﷺ ترینه خفه شو او اوئیل ئی چه زه به یوه میاشت تاسوته نه نیزدی کیږم اوپه دغه ورځوکښی نبی ﷺ دسورلئ‌ نه راغورځیدلی وؤ نو اړخ ئی زخمی شوی وؤ اوخپه ئی اوړیدلی وه نوپه بالاخانه کښی ځان له اوسیدلو، هرکله چه دا آیت تخییر نازل شو اومیاشت دیو کم دیرشو ورځو پوره شوه نو نبی ﷺ د بالاخانی را کوزشو اودا آیاتونه ئی بیبیانو ته پیش کړل نوهغوی په جواب کښی اوئیل چه مونږ اللّه تعالٰی اورسول او آخرت خوخوؤ ددی په باره کښی احادیث صحیحه راغلی دی (الْحَيَاةَ الدُّنْيَا) مراد ددی نه ترقی ددنیا ده په اعتبار دډیری نفقی او مالونوسره (وَزِينَتَهَا) مراد ددی نه ښائسته لباس او کالی وغیره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل