الأحزاب ۲۷

وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَمْ تَطَئُوهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا

او درکړی ده تاسوته ځمکه دهغوی او کورونه دهغوی او مالونه دهغوی (اودربه کړی) داسی ځمکه چه تاسو قدم نه دی ایخودلی په هغی باندی او اللّه تعالٰی دی په هرڅیزباندی قدرت والا -

داهم په جزا کښی داخل دی - یعنی تیرشوی آیت کښی غلبه په نفسونو دکتابیانو کافرانو باندی ذکرشوه نوپه دی آیت کښی غلبه دهغوی په مالونوباندی ذکرکوی - او مراد ددینه غنیمتونه د بنوقریظه دی (وَأَرْضًا لَمْ تَطَئُوهَا) مراد ددینه وعده ده غنائمو دخیبر یا دټولو غنیمتونو د مسلمانانو چه ترقیامته پوری وی اوداسی په سورة فتح (۲۰) کښی هم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل