وَأَنْزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا
اورا کوز ئی کړل هغه کسان چه مددی ئی دهغوی سره کړی وؤ دکتابیانونه دقلعه گانو دهغوی نه او واچوؤ په زړونودهغوی کښی هیبت یوډله تاسو وژله اوقید کوله تاسو بله ډله -
داهم په جزا کښی داخل دی چه اللّه تعالٰی دمؤمنانوسره امداد اوکړو په غزوه دبنی قریظه کښی هرکله چه بنی قریظه د نبی ﷺ سره لوظ مات کړو اودنورو کافرانو سره ئی په غزوه خندق کښی ملگرتیا اوکړه، نو نبی ﷺ ته حکم راغی چه دبنوقریظه سره جنگ دپاره لاړ شه هغوی دویری نه په خپلو قلعه گانو کښی پټ شول اومؤمنانو ددوی پنځه ویشت ورځی محاصره اوکړه اخردوی تنگ شول اورضا شول په فیصله د سعدبن معاذ رضی اللّه عنه باندی نوهغه فیصله اوکړه چه ځوانان دی قتل کړی شی، اوبچی او ښځی دی قید کړی شی او نبی ﷺ ددی فیصلی تائید اوکړو نوپه هغه فیصله باندی عمل اوکړی شو -