الأحزاب ۲۵

وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا

او واپس کړل اللّه تعالٰی کافرانو لره سره دغصی د هغوی نه چه نه ئی وه حاصل کړی هیڅ فائده او بچ کړه اللّه تعالٰی مؤمنانولره د جنگ کولو نه او اللّه تعالٰی دی قدرت والا زورآور دی -

دا بیان دجزاء‌ دنیوی دی مؤمنانولره یعنی ددوی دصدق دوجی احزاب دکافرانو بغیرد مقصده واپس شول (خَيْرًا) یعنی خیرددنیا اواخرت ئی حاصل نه کړو (وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ) یعنی سیلئ او ملائک په کافرانو باندی راغلل نوهغوی ئی اوزغلول اوقتال کولو دمؤمنانوته څه حاجت پاتی نه شو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل