الأحزاب ۱۸

قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الْمُعَوِّقِينَ مِنْكُمْ وَالْقَائِلِينَ لِإِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا وَلَا يَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا

یقیناً پیژنی اللّه تعالٰی منع کوؤنکی (دجهاد نه) ستاسونه اووینا کوؤنکی رونړو خپلوته چه راشئ مونږته اونه راځی دوی جنگ کولو ته مگر لږ -

په دی آیت کښی زجردی منافقانوته اودهغوی دری قباحتونه ئی ذکرکړی دی - مخکښی ذکرشوه چه تیخته کوی دجهاد نه اوس ذکرکوی چه نورو خلقو لره منع کوی (إِلَّا قَلِيلًا) مرا ددی نه د ریاء او او دنیوی مقصد دپاره جنگ ته راتلل دی اوپه دی کښی اشاره ده چه کوم عبادت چه په غلط نیت سره وی نوکه ډیروی نوهم د اللّه تعالٰی په نیز لږ دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل