أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ فَإِذَا جَاءَ الْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَالَّذِي يُغْشَى عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَإِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوكُمْ بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى الْخَيْرِ أُولَئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا فَأَحْبَطَ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا
بخل کوؤنکی دی په تاسوباندی نوکله چه راشی ویره وینی ته دوی لره گوری به تاته اوړی را واړی سترگی ددوی په شان دهغه چاچه بی هوشی ورباندی راوستلی شی د مرگ دوجی نه نوکله چه لاړه شی ویره نو تکلیف درکوی تاسوته په تیزو ژبو سره حرص کوؤنکی دی په مال باندی دغه کسانو ایمان نه دی راوړی نوبرباد کړل اللّه تعالٰی عملونه ددوی اودی دا کارپه اللّه تعالٰی باندی آسان -
په دی آیت کښی دمنافقانو نورپنځه قبائح ذکرکوی (أَشِحَّةً) جمع دشحیح ده - بخل او حرص ته وائی (فَإِذَا جَاءَ الْخَوْفُ) په دی کښی ددوی بزدلئ ته اشاره ده مراد (الخوف) نه خبردقتال او د حملی کولو ددشمنانو دی (سَلَقُوكُمْ) مراد دادی چه تیزی او دچالاکئ خبری کوی چه مونږ تاسوسره شریک وؤ نومونږ له په غنیمت کښی حصه راکړئ (أَشِحَّةً) داپه معنیٰ دحرص دی یعنی حرص کوؤنکی دی په حاصلولو دمال باندی -