الأحزاب ۱۷

قُلْ مَنْ ذَا الَّذِي يَعْصِمُكُمْ مِنَ اللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً وَلَا يَجِدُونَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا

ته اوایه څوک دی چه تاسوبه بچ کړی د اللّه تعالٰی نه که چیری اوغواړی په تاسوباندی مصیبت یا اوغواړی په تاسوباندی رحمت (نوڅوک به ئی بندکړی) او اوبه نه مومی دوی ځان لره سیوا د اللّه تعالٰی نه بچ کوؤنکی اونه امدادی -

داهم زجردی یعنی که څوک اوائی چه ډیرکرته انسان اوتختی نودمرگ اوقتل نه بچ پاتی شی نوپه دی آیت کښی جواب ورکوی چه که چیری اللّه تعالٰی ددی انسان بل تکلیف او مصیت اوغواړی نو هیڅ څوک ئی نشی بچ کولی - اوپه دی آیت کښی رد دشرک فی التصرف دی چه هیڅ ولی بزرگ وغیره مالک د نفع اود ضرر نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل