وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِنْ يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا
اوکوم چه وخت اوئیل یو ډلی ددوی نه د نبی ﷺ نه دوی وئیل یقیناً کورونه ځمونږ خالی دی اونه دی هغه خالی دوی نه غواړی مگر تختیدل -
په دی آیت کښی زجردی منافقینو ته اود هغوی دوه ډلی ذکرکوی - اوله ډله چه خلق ئی دقتال فی سبیل اللّه نه واپس کول اودوهمه ډله چه په خپله دجهاد نه په دروغو عذرونو سره پاتی کیدل (يَثْرِبَ) دجاهلیت په وخت کښی مدینی ته یثرب وئیلی کیدلو ځکه چه ددی آب وهوا خرابه وه اوپه کښی مرضونه وؤ اوثراب ملامتیا او خفگان ته وئیلی کیږی نو رسول اللّٰه ﷺ ددی دپاره دعا اوغوښتله چه یا اللّه تعالٰی ددی نه تبی او مرضونه جحفی ته نقل کړی (هغه وخت جحفه کښی یهودیان اوسیدل) اودی ته ئی مدینه او طابة نوم کیخودلو اوبعضی روایاتو کښی راغلی دی چه نبی ﷺ دیثرب نوم اخستل دمدینی نه منع اوکړله لیکن منافقانو د نبی ﷺ خلاف کوؤ ددی وجی نه یثرب لفظ ئی استعمالوؤ - اوبعضی مفسرینو وئیلی دی چه دا ښار اول چه کوم سړی آباد کړی وؤ د عمالقه نه وؤ اونوم يی یثرب بن عمیل وؤ ددی وجی نه ددی نوم ئی یثرب کیخودلی وؤ (عَوْرَةٌ) عور عیب او نقصان ته وئیل کیږی یعنی محفوظ نه دی دروازی ئی نیشته یا دیوالونه ئی کوزدی نودشمن ورته په اسانه سره داخلیدلی شی یا خالی دی دحفاظت کوؤنکونه -