وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا
اوکوم وخت چه وئیل منافقانو سړو اوهغه کسانو چه په زړونو دهغوی کښی شک وؤ چه وعده نه ده کړی مونږسره اللّه تعالٰی اورسول دهغه مگردهوکه -
دا بیان دحال دمنافقانو دی په دغه واقعه داحزاب کښی اوهغوی ته زجرونه دی اودهغوی صفات قبیحه دی (إِلَّا غُرُورًا) یعنی په وعده دنصرت او فتح سره ئی مونږ ددین دمشرانونه په دوکه سره را اویستلو اوس مونږ سره امداد نه کوی اوداکلمه دکفر ده داد منافق اول قبیح صفت دی -