هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا
دغه وخت ازمیښت اوکړی شو په مؤمنانو باندی او اوجړقولی شول په جړقولوسختوسره -
داهم اشاره ده سخت والی ددغه حالت ته لیکن داسی سختی دمؤمنانو مخلصانو دپاره ابتلاء وی عذاب نه وی او ابتلاء سبب داوچتوالی ددرجو دی - اود ابتلاء اثرپه زړه باندی او په باطنی قوتونو باندی وی - اود زلزال اثرپه ظاهری اندامونوباندی وی لیکن په دواړه حالتونو کښی مؤمن ثابت قدم وی او خپل دین نه بل طرف ته انتقال نه کوی -