الأحزاب ۱۴

وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِمْ مِنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لَآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلَّا يَسِيرًا

اوکه چیری داخل کړی شی لښکری په دوی باندی دټولو طرفونو دمدینی نه بیا اوغوښتلی شی ددوی نه شرک ضرور به اوکړی دوی هغه اوحصار به نشی په دی کښی مگرلږ -

داهم زجردی منافقانوته اوددوی دوه قباحتونه ئی ذکرکړی دی اشاره ده لکه چه دوی د میدان دجهادنه تختیدلو ته تیاردی داسی دوی ددین دتوحیدنه واپس کیدلو ته هم تیار دی (الْفِتْنَةَ) ددی نه مراد شرک کول یاد مؤمنانو په مقابله کښی جنگ کول دی (بِهَا) مراد ترینه اجابت دفتنی دی یعنی په قبلولو دفتنه کښی دوی حصاریدل نه کوی بلکه زرئی قبلوی یامراد دادی چه روستو دفتنی قبلولونه به په مدینه کښی حصارنشی بلکه په عذاب باندی په زرهلاک شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل