الأحزاب ۶

النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَنْ تَفْعَلُوا إِلَى أَوْلِيَائِكُمْ مَعْرُوفًا كَانَ ذَلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا

نبی ډیر مهربان دی په مؤمنانوباندی دځانونو دهغوی نه اوبیبیانی دده میندی دهغوی دی اورشته داران بعضی ددوی حق دار دی (په میراث) دبعضو سره په حکم د اللّه تعالٰی کښی دمؤمنانو او مهاجرینونه مگرداچه کول په کاردی ددوستانو ستاسوسره نیکی دی دا (حکم د اللّه تعالٰی) په کتاب کښی لیلکی شوی -

دا دوهم خطاب دی مؤمنانوته په باره دعظمت شان د نبی ﷺ اود بیبیانو هغه کښی (أَوْلَى) معنیٰ داده چه زیات شفقت کوؤنکی او مهربان دی په مؤمنانوباندی دنفسونو ددوی نه ځکه چه نفس ئی اکثرخواهشاتوته بلنه کوی اوهغه سبب دهلاکت دی اوپیغمبرپه هرحال کښی هدایت او نجات ته بلنه کوی - نومعلومه شوه چه شفقت دده د نفسونو بلکه دپلارانو نه هم زیات دی (وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ) مراد ددینه تشبیه ده دمیندوسره په واجب کیدلو دتعظیم د هغوی کښی اوپه همیشه حراموالی د نکاح دهغوی کښی یعنی دهغه په بیبیانو پسی هم دعیب خبری مه کوئ په شان دمیندو ئی اوگنړئ (وَأُولُو الْأَرْحَامِ) په دی جملی سره یووهم دفع کوی هغه دادی چه هرکله نبی ﷺ په شان دپلاردامت دی او بیبیانی دهغه میندی دی ستاسو نو دهغوی میراث هم ددی امت حق به وی؟ جواب اوشو چه دمیراث تعلق دنسب سره دی اومراد د اولوالارحام نه قرابت د نسب دی (إِلَّا أَنْ تَفْعَلُوا إِلَى أَوْلِيَائِكُمْ مَعْرُوفًا) مراد داولیاء نه دوستان په سبب دایمان او هجرت سره دی اودمعروف نه مراد وصیت کول، هدیه ورکول او احسان کول دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل