الأحزاب ۷

وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنْكَ وَمِنْ نُوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَأَخَذْنَا مِنْهُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا

او کوم وخت چه واخستو مونږ دټولو پیغمبرانو نه لوظ دهغوی او خاص ستانه او دنوح علیه السلام او ابراهیم علیه السلام او موسیٰ علیه السلام او عیسیٰ علیه السلام ځوئی دمریم نه او اخستلی وؤ مونږ ددوی نه لوظ پوخ -

په دی کښی پنځم خطاب دی نبی ﷺ ته په باره دوعدی کښی ددعوت دپاره - اوربط مخکښی آیت سره ئی دادی چه په هغی کښی ثابته شوه چه نبی زیات شفقت او رحم کوی په امت باندی نوپه دی آیت کښی دهغی سبب ذکرکوی یعنی دا نبی داعی دی اوداعی لره په کاردی چه شفقت کوی په شان دپلار په اولاد باندی (مِيثَاقًا) ددی نه مراد میثاق دی ددعوت اوتبلیغ توحیدته اوتصدیق کولو دیوبل ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل