ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ فَإِنْ لَمْ تَعْلَمُوا آبَاءَهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا
نومونه آخلی ددوی نسبت کوؤنکی پلارانو ددوی ته دا ډیرانصاف دی په نیزد اللّه تعالٰی نوکه نه پیژنی پلاران ددوی نو رونړه ستاسو دی په دین کښی اومریان (آزاد شوی) ستاسو دی اونیشته په تاسوباندی گناه په هغی کښی چه خطا شئ تاسو په هغی سره اولیکن (گناه دی) په هغی کښی چه قصد اوکړی زړونه ستاسو اودی اللّه تعالٰی بخښنه کوؤنکی رحم کوؤنکی -
دا اول خطاب دی مؤمنانوته دپاره درد درسم دمشرکانو اوذکردادب دی په باره د متبنیٰ کښی - اوهرکله چه په دی سورة کښی واقعی د زید بن حارثه ته اشاره وه چه دهغه نه رسول اللّٰه ﷺ متبنیٰ جوړ کړی وؤ - اوخلقو به ورته زید بن محمد وئیل او بیا چه رسول اللّٰه ﷺ دزید طلاقی شوی ښځی (زینب) سره په حکم د اللّه تعالٰی سره نکاح اوکړو نومشرکانو منافقانو اعتراضونه کول شروع کړل چه دا څنگه پیغمبردی چه انگور (دځوئ ښځی) سره ئی نکاح اوکړو نوددی وجی نه په دی سورة کښی ئی دهغوی تردید اوکړو آیت څلورم کښی اوفرمائیل چه زید د نبی ﷺ ځوی نشی کیدی نوپه دی آیت کښی منع کوی چه زید دځوئ په طریقی سره نبی ﷺ ته مه منسوب کوئ (ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ) مراد دعا نه ذکرکول دنوم د متبنیٰ دی اودارنگ هغه ته آواز ورکول یعنی وائی زید بن حارثه اوآواز کوئ یا زید بن حارثه - (وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ) دا عام قانون الٰهی دی که په مسئله د متبنیٰ کښی وی اوکه په نورو اقوالوکښی وی خوخطاء په ټولو کښی معاف ده - او هرکله چه خطاء معاف ده نونسیان په طریق اولٰی سره معاف دی ځکه چه په خطا کښی حکم یادوی خو خلاف ترینه بی ارادی اوشی اوپه نسیان کښی حکم هیروی -