مَا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِنْ قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ وَمَا جَعَلَ أَزْوَاجَكُمُ اللَّائِي تُظَاهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَاتِكُمْ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ
نه دی جوړکړی اللّه تعالٰی هیڅ سړی لره دوه زړونه په خیټه دهغی کښی اونه دی جوړکړی بیبیانی ستاسو هغه چه تاسو اظهار کوئ میندی ستاسو اونه دی جوړکړی په خولی بللی شی (متبنّٰی) ځامن ستاسو داوینا ستاسونه په خولو ستاسو (بی دلیله) او اللّه تعالٰی وائی حق اوهغه روانول کوی لاری دحق ته -
مقصود په دی آیت کښی تردید دمشرکانودی په دری اقوالوباندی اول قول ددوی چه نبی ﷺ ته وئیلی وؤ چه ته ځمونږ معبوان شفعاء (قهریه) اومنه اومونږبه تاسره عظمت او کبریاء د اللّه تعالٰی تسلیم کړو نوددی رد ئی اوکړو چه دعقیدی محل زړه دی اوشرک او توحید دوه متضاد عقیدی دی په یوزړه کښی دواړه نشی جمع کیدلی ځکه چه اجتماع دضدینو په یو محل کښی عقلاً محال ده اودوه زړونه خو دیوکس دپاره کیدی نشی نومعلومه شوه چه یوکس مؤحداو مشرک په یووخت نشی کیدی (نوددی آیت تعلق دی د اتق اللّه سره) دوهم قول ددوی چه زوجه (ښځی) ته به اوئیل چه دا په ماباندی دمورپه شان وی نوهغه به ئی حقیقتاً مور گنړله اوهمیشه دپاره به ئی په ځان باندی حرامه گرځوله چه هغی تفصیل او تردید به په سورة مجادله کښی راځی - مراد دادی چه په یوه ښځه کښی دا دواړه صفتونه متضاد نشی جمع کیدلی چه هم دی موروی او هم دی زوجه وی اوپه دی کښی اشاره ده په طوردمثال سره چه عبد معبود نشی کیدی - دریم قول قول ددوی چه دبل چا ځوی ته به ئی اوئیل چه ته ځما ځوی ئی اوهغه ته متبنیٰ وئیلی کیږی نوبیا به ئی وئیل چه داځوی دی د ځوی احکام به ئی پری چلول اودهغه ښځه به ئی د انگورپه شان په ځان باندی همیشه حرامه گنړله - نومراد دادی چه په یوولد کښی داصفتونه متضاد نشی جمع کیدلی چه دی دیو موراوپلارنه پیدا وی اوهم دی دبل موراوپلارنه پيدا وی اوپه دی کښی هم اشاره ده چه دامشرکان دعویٰ اوزعم کوی دیوبنده په باره کښی چه دی ولد د اللّه تعالٰی دی اوفریادرس او مبعود دی نودا اجتماع دضدینو ده - اومحال ده عقلاً اوشرعاً -