السجدة ۱۷

فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

پس نه پوهیږی هیڅ نفس په حقیقت دهغی چه پټ ساتلی شوی دی دوی دپاره یخ والی دسترگو بدله ده دهغه عملونو چه دوی کول -

دا بشارت اخرویه دی بنا دی په تیرشوی اسبابوباندی (فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ) په دی کښی ډیرتاکید او مبالغه ده دعظمت دنعمتونو دجنت، اوحدیث کښی وارد دی چه ( مَا لا عَيْنٌ رَأَتْ، وَلا أُذُنٌ سَمِعَتْ، وَلا خَطَرَ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ) نه د چا سترگو لیدلی دی اونه دچا غوږنو اوریدلی دی اونه د چا په زړه باندی تیرشوی دی - ځکه چه ادراک ددی اندامونو (حواسو) متناهی دی اونعمتونه دجنت بی انتهاء دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل