تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ
لری کیږی اړخونه ددوی د بسترونه بلی خپل رب لره ویره کوؤنکی او طمع لرونکی او دهغی نه چه مونږ ورکړی دی خرچ کوی -
مخکښی آیت کښی دورځی حال ئی ذکرکړو په دی آیت کښی دهغوی شپی حال ذکرکوی، اوداهم دری دی اول خپلوبسترونه ډډه لری ساتل (الْمَضَاجِعِ) کښی اشاره ده چه ټوله شپه عبادت نه کوی ځکه بستری د آرام کولو دپاره شته دی لیکن ټوله شپه په هغی باندی آرام نه کوی - اوهرکله چه په اوده کیدلو کښی سنت طریق داده چه په ښی اړخ باندی ځملئ ددی وجی نه جنوب ئی ذکرکړی دی اودوهم حال (يَدْعُونَ رَبَّهُمْ) دی دائی په طریقه د جملیه حالیه ذکرکړی دی اشاره ده چه د بستری نه لری کیدل دنورو فساقو په شان نه دی بلکه دعبادت دپاره دی - اودریم حال (وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ) یعنی سره دعبادات بدنیونه عبادات مالیه هم کوی اوخپل مالونه د اللّه تعالٰی په دین او دهغی په دعوت اوتبلیغ باندی قربان کوی -