السجدة ۱۵

إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ۩ ࣛ

یقیناً ایمان لری په آیاتونو زمونږ هغه کسان چه کله بیان شی دوی ته آیاتونه پریوځی سجده کوؤنکی او تسبیح وائی سره دحمد رب خپل نه اودوی لوئی نه کوی -

دا ذکردحال دمؤمنانو دی روستو د ذکردحال دمنکرینو نه دپاره دفرق او دابشارت دی - په دی آیت کښی ددوی دری احوال ذکرکړی دی اول عمل داندامونو چه سجده ده - دوهم عمل دژبی چه تسبیح او حمد دی - دریم عمل دزړه دی چه تکبرنه کول دی اودا علامات دی دمؤمن بالقرآن -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل