أَفَمَنْ كَانَ مُؤْمِنًا كَمَنْ كَانَ فَاسِقًا لَا يَسْتَوُونَ
آیا هغه څوک چه مؤمن وی په شان دهغه چادی چه نافرمان وی بربرنشی کیدی -
ددی آیت نه دوهم باب دی ترآخره پوری په دی کښی تقابل دا هل ایمان او اهل کفردی په دری آیاتونو کښی بیا منکرینو تخویف دنیوی او زجردی په دوه آیاتونو کښی بیا ذکردحال د موسیٰ علیه السلام او دهغه تابعدارانو دی په طریقه ددلیل نقلی سره په دری آیاتونو کښی، بیا تخویف او زجردی په دری آیاتونوکښی، اوتسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په آخری آیت کښی - په دی (۱۸) کښی دعویٰ دسورة ذکرده - (فَاسِقًا) ددی نه مراد فاسق دی په عقیده کښی یعنی کافراومشرک (لَا يَسْتَوُونَ) د قتادة نه روایت دی چه دوی نه دی برابر په دنیاکښی او نه په وخت دمرگ او نه په آخرت کښی -