إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ
یقیناً اللّه تعالٰی خاص هغه سره دی علم دقیامت او راوروی باران او عالم دی په تفصیلاتو دهغه چه په رحمونو (بچه دانئ) کښی دی اونه پوهیږی هیڅ څوک چه څه به کوی صبا اونه پوهیږی هیڅ نفس چه په کومه ځمکه کښی به مړ کیږی یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی اوخبرداردی په پټوخبروباندی -
دا دلیل عقلی علمی دی - لفظ د عِنْدَهُ، دلیل دی په تخصیص دعلم دساعت په اللّه پوری هرکله چه علم دعلاماتودهغی اللّه تعالٰی انبیاؤ علیهم السلام ته خودلی دی، نومن وجه غیروته حاصل شو ددی وجی نه لاتدری ئی ددی سره نه دی وئیلی (وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ) دلته فعل (انزال) ذکرکړو چه هرکله دا انزال د اللّه تعالٰی فعل دی نومعلومه شوه چه هغه پری ضرور عالم دی - دلته یواشکال دی چه په رحِم دننه دبچی علم په الاتو دډاکترانو سره حاصلیږی نوڅرنگ تخصیص په اللّه تعالٰی پوری صحیح کیدی شی؟ جواب دادی چه مافی الارحام نه صرف وجود دبچی مذکرمؤنث کیدل مراد نه دی بلکه دهغی بچی په باره کښی دپوره حالاتوعلم دی - چه به دی کوم وخت پیداکیږی اودی به صالح عمل کوی اوکه بد عمل به کوی اودده به څومره ژوند وی کوم کوم وطن ته به سفرکوی څومره او څرنگ تکلیفونه به په ده راځی - مالداربه وی او که غریب به وی جنتی وی اوکه جهنمی به وی وغیره دا احوال په هیڅ الاتوسره هیڅ چاته معلوم نه دی - ددی علم خاص دی په اللّه تعالٰی پوری -
فائده: حدیث صحیح کښی دی پنځو امورو ته ئی مفاتیح الغیب وئیلی دی، اشاره ده چه صرف پنځه څیزونه نه دی بلکه هریو ددی نه په بی شماره جزئیاتو باندی مشتمل دی تفصیلی حالات دقیامت، تفصیلی حالات دباران، تفصیلی حالات دبچی، تفصیلی حالات داعمالوودصبا، تفصیلی حالات دهغه ځای چه دمرگ دی نوداخزانی دغیب دی -