بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الم
الف لام میم -
ددی سورة نور نومونه دادی: سورة الم سجده، سورة السجدة، سورة المضاجع، سورة سجدة لقمان -
ربط: ددی د مخکښی سورة سره دادی (۱) هرکله چه مخکښی سورة کښی رد اوکړی شو په شرک باندی په عقلی او نقلی دلیلونوسره نوپه دی سورة کښی فرق بیانوی دمشرک او مؤحد په مینځ کښی په دنیا او آخرت کښی (۲) په دی سورة کښی د سورة لقمان دآخری آیت شریح ده اولی جملی (ان اللّه عنده علم الساعة) تشریح په (۱۴،۱۳،۱۲،۱۱،۵) کښی ده - ددوهمی جملی (وینزل الغیث) تشریح په (۲۷) کښی ده ددریمی جملی (ویعلم ما فی الارحام) تشریح په (۹،۸) کښی ده د څلورمی جملی (وماتدری تفس مذاتکسب غدا) تشریح په (۱۳،۵) کښی ده - دپنځمی جملی (وماتدری تفس بای ارض تموت) تشریح په (۱۱،۱۰) کښی ده -
بیان دفرق په مینځ دحال دمؤمن او دحال د مشرک کښی، مأخذ ددی په (۱۶) کښی ذکردی - دابتداء نه تر (۱۴) پوری ذکر داحوالو دمنکرینودی اوپه (۱۳ ) کښی قرآن ته نسبت د افتراء دی په (۹) شکرنه کول په (۱۰) کښی ددوباره ژوند نه انکارکول اوپه (۱۲) کښی مرگ راوستل په دوی باندی په قیامت کښی اوددی مجرمانو حال په (۱۴،۱۳) کښی ذکردی - احوال دمؤمنانو په (۱۷،۱۶،۱۵) کښی - بیا ذکردفرق د (۱۸) نه تر (۲۲) پوری په طریقه دجزا او سزا بیا ذکر دحال دمؤمنانو مخکښنو په (۲۵،۲۴،۲۳) کښی بیازجراو تخویف منکرینوته په (۲۹،۲۸،۲۷،۲۶) کښي ذکر کوی اخری آیت تفریع ده په کل سورة باندی -
په دی کښی دوه بابونه دی اول باب تر (۱۸) پوری دی - اول ترغیب الی القرآن په (۲) کښی بیا زجرمنکرینوته په (۳) کښی بیا دری عقلی دلیلونه په (۷،۵،۴) کښی بیازجرپه انکار دآخرت باندی بیا تخویف اخروی دری آیاتونوکښی اوبشارت په دری آیتونو کښی -
داتنبیه ده په اعجازدقرآن باندی -