لقمان ۳۳

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَا يَجْزِي وَالِدٌ عَنْ وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَنْ وَالِدِهِ شَيْئًا إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ

ای خلقو اویریږئ درب خپل نه او ویره کوئ دهغه ورځ نه چه نه به شی دفع کولی پلار داولاد نه اونه اولاد به دفع کوؤنکی وی دپلاخپل نه هیڅ څیز یقیناً وعده د اللّه تعالٰی حقه ده نودهوکه دی نه کړی تاسولره ژوند دنیوی اودهوکه دی نه کړی تاسولره په اللّه تعالٰی باندی دهوکه درکوؤنکی -

روستو دتفصیلی دلیلونو دتوحید اوزجرونو دمنکرینونه دعوت عامه ورکوی توحید اوتقویٰ ته اوتخویف ورکوی د عذاب اخروی نه (فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) دا تزهید فی الدنیا دی - یعنی ددنیا ژوند همیشه اونه گنړئ اوددنیا دمالونو اوجاه او مرتبی په وجی سره دآخرت نه غافل نه شئ‌ اودا خومتاع دغرور دی لکه په سورة العمران (۱۸۵) کښی دی (بِاللَّهِ) مراد دادی چه درته اوائی چه اللّه تعالٰی نیشته یا اوائی چه شفعاء او شرکاء د اللّه تعالٰی شته هغوی به نجات درکوی یا اوائی چه اللّه تعالٰی غفورو رحیم دی گناه کوه هیڅ پرواه مه کوه یا اوائی چه اللّه تعالٰی ته ضرور وسیله په کارده نوپه وسیله شرکیه کښی دی اخته کړی یا اووائی چه اللّه تعالٰی یودی اویو خوصرف یو کارکولی شی نوددی وجی نه نورمعبودان او خالقان اوحاجت روا سیوا د اللّه تعالٰی نه هم شته دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل