لقمان ۳۲

وَإِذَا غَشِيَهُمْ مَوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ فَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ

اوهرکله چه راگیرکړی دوی لره چپی په شان د غټو وریځو بلی دوی اللّه تعالٰی لره نوخالص کوی هغی لره بلنه نوهرکله چه بچ کړی دوی لره اوچی ته نوبعضی ددوی نه حق پرست وی او انکارنه کوی دآیاتونو زمونږنه مگرهربی لوظه ناشکره -

په دی آیت کښی زجردی په ناشکرئ کولو دتیرشوی نعمت یعنی دخوف او هیبت دچپو ددریاب دوجی نه اللّه تعالٰی ته عاجزی کوی (مُقْتَصِدٌ) دلته مقتصد مؤحد دی چه نه افراط کوی چه دوجود د اللّه تعالٰی نه انکار اوکړی اونه تفریط کوی چه د اللّه تعالٰی نه سیوا نور هم الٰهه گنړی (خَتَّارٍ) خترعذر ته وئیلی کیږی اودا وی دوجی دبی صبرئ نه نودائی دصبارپه مقابله کښی ذکرکړو او كَفُورٍ ئی په مقابله دشکورکښی ذکرکړلو - یعنی سیوا دمؤحدینونه دوه قسمه خلق دی یوهغه چه د اللّه تعالٰی اودهغه دنعمتونو نه مطلقاً منکروی لکه دهریان نو ختّارکښی هغه مراد دی - اودوهم قسم مشرک چه اللّه تعالٰی منی اونعمتونه ئی هم منی لیکن ورسره شریک جوړوی کفورکښی هغه ته اشاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل