لقمان ۳۱

أَلَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللَّهِ لِيُرِيَكُمْ مِنْ آيَاتِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ

آیا ته نه گوری چه کشتئ چلیږی په سمندر کښی په نعمت د اللّه تعالٰی سره دی دپاره چه اوښائی تاسوته دلیلونه خپل یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دتوحید دی هرډیر صبرناک ډیرشکرگذار لره -

داهم دلیل عقلی دی ارضی (دځمکی) دی روستو ددلیل وسطی نه (بِنِعْمَتِ اللَّهِ) مراد ددی نه تعلیم د اللّه تعالٰی دی بندگانو ته طریقه د جوړولو د کشتئ او دچلولو دهغی اودپیدائش د اجزاؤ دهغی چه لرگی او اوسپنه ده - یامراد ددینه معتدله هوا ده چه بغیردهغی نه کشتئ نشی چلیدلی (صَبَّارٍ شَكُورٍ) دسفرپه مشکلاتوباندی دصبر کولو نه بغیردا آیات (دلیلونه) نه معلومیږی اودارنگ څوک ددی نعمتونو او قدرتونو نسبت اللّه تعالٰی له نه منی نوهغه ته هم آیات دتوحید نه معلومیږی ددی وجی نه ئی دا دواړه صفتونه ذکر کړل اوپه مبالغی سره ئی ددی وجی نه ذکرکړل چه په بعضی مشکلاتو کښی صبرکول اوبعضی نعمتونو د اللّه تعالٰی باندی شکرخود کافرانواومشرکانو هم عادت دی خوپه هرمشکل کښی صبرکول او دهرنعمت د اللّه تعالٰی شکراداکول داد مؤمن صفت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل