لقمان ۲۲

وَمَنْ يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ

او چاچه تابع کړو خپل مخ اللّه تعالٰی ته او دی وؤ اخلاص کوؤنکی نو یقیناً کلکه اونیوله ده کړئ مضبوطه اوخاص اللّه تعالٰی ته آخری انجام دټولو کارونو دی -

هرکله چه ذکرشو حال دمشرک اود کمزوری دلیل دهغه نو په دی آیت کښی ذکرکوی حال دمؤحد او د پوخ والی ددلیل دهغه (وَمَنْ يُسْلِمْ وَجْهَهُ) مراد ددی نه تابعداری په ظاهرسره ده د اللّه تعالٰی دټولو حکمتونو (وَهُوَ مُحْسِنٌ) مراد ددی نه اخلاص دباطن دی یامراد داول نه اسلام او توحید دی اومراد داحسان نه تابعداری دسنت ده (بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى) دا په طریقه دتشبیه سره دی څه رنگ چه یوانسان دطوفان او سیلاب نه په دی طریقی سره بچ کیږی (چه کړئ وی او مضبوطه وی) اودی هم ورپوری کلک اونخلی نودارنگ د اللّه تعالٰی دعذاب نه بچ کیدل اودتمام فتنو او گمراهو نه بچ کیدل په داسی طریقی سره کیږی چه انسان هغه توحید او قرآن چه مضبوط وی په سنت اوحدیث سره، په هغی باندی پوره عمل اوکړی اوپه هغی باندی دلیل اونیسی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل